په لوګر ولایت کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې ترافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د د لوګر مرکز پلعلم اړوند د شینواري کلا په سیمه کې شوې ده. په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د غویي په ۲۵مه رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلي چې، د پېښې ځای ته د ترافیکو مدیریت منسوبین پر وخت رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي. د مسوولینو په وینا، د ټپیانو له ډلې د یوه کس روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی. مسوولین د پېښې اصلي لامل د موټرسایکل چلوونکو بېاحتیاطي بولي او له خلکو غواړي چې د وسایطو د چلولو پر مهال ترافیکي اصول مراعت کړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په یوه بله ترافیکي پېښه کې ۱۲ تنه ټپیان شوي وو.



