یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو د شطرنج آنلاين لوبه هم منع اعلان کړه

هرات کې ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې طالبانو د شطرنج لوبغاړو ته امر کړی، چې له انلاین لوبې هم ډډه وکړي او دا اقدام په دې ولایت کې د دې ډلې د امر بالمعروف ادارې د څارنې له زیاتېدو وروسته ترسره شوی دی. سرچینې د جمعې په ورځ، د ثور/غویي په ۲۵مه، تایید کړې چې هغه ځايي د شطرنج شبکې چې د حضوري سیالیو له بندېدو وروسته یې انلاین ټورنامنټونه جوړول، اوس خپلې چارې درولې دي. د دغو شبکو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دوی فعالیت «تر بلې خبرتیا پورې» ځنډول شوی او ویل شوي، چې طالبانو تېر کال شطرنج د هغو څه چې «شرعي ملاحظات» بلل شوي، له امله وځنډاوه. د طالبانو چارواکو ویلي وو، چې تر څو د دې موضوع څېړنه نه وي شوې، د شطرنج فعالیت اجازه نه لري او د کلبونو له تړل کېدو وروسته ډېری لوبغاړو انلاین لوبې ته مخه کړې وه. دغه نوی بندیز اوس دا انتخاب هم له لوبغاړو اخیستی او ځینې ورزشکاران وایي، چې دا پرېکړه به د شطرنج پر ودې او د ځوانانو پر رقابتي فرصتونو منفي اغېز وکړي.

- Advertisment -spot_img