د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان نه دي توانېدلي چې خپلې خورا بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي. دوی وايي، د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوي زیانونه د افغانانو پر اقتصاد ناوړه اغېزه اغیزه کړې ده. راپور زیاتوي، افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو د کچې راټیټېدل د فقر د ژورېدو یو بل مهم لامل بلل شوی. په راپور کې راغلي چې د ښځو پر حقونو او کاري فعالیتونو لګول شویو محدودیتونو د هېواد پر عمومي اقتصادي وضعیت منفي سیوری غوړولی دی. د دوی راپور ښيي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت لا هم په بحراني حالت کې دی او د خلکو د پېرلو توان په بې ساري ډول کم شوی، چې د یو پراخ بشري ناورین د رامنځته کېدو وېره یې زیاته کړې ده.



