یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا کې د افغانستان په تړاو استماعیه غونډه جوړېږي

د افغانانو د تخلیې او ملاتړ بنسټ اعلان کړی، چې د امریکا کانګرس په پام کې لري راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه یوه استماعیه غونډه جوړه کړي. دغه بنسټ په خپله رسمي پاڼه لیکلي چې له ډېر ځنډ وروسته بالاخره کانګرس پرېکړه کړې چې پر افغانستان بحث وکړي، خو د غونډې د وخت تنظیم یې “عجیبه” بللی دی. د دوی په وینا، دغه عمومي غونډه په کټ مټ هغه وخت کې نیول شوې چې د افغانستان په چارو کې د مسؤلې فرعي کمېټې غونډه هم روانه وي. دغه بنسټ زیاتوي: «د وخت دغه تداخل د دې لامل کېږي چې د کانګرس هغه غړي چې په حقیقت کې یې د افغانستان په موضوع کې مشري کوله، ښایي ونه شي کړای په دې غونډه کې ګډون وکړي.» دوی ویلي چې دوی به په غونډه کې حضور ولري ترڅو امریکايي چارواکو ته ور په یاد کړي چې د امریکا ولس خپل افغان متحدین نه دي هېر کړي.

    - Advertisment -spot_img