پنجشنبه, مې 14, 2026
پنجشنبه, مې 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

يونسف: د جاپان او او کاناډا په مرسته لا هم افغانستان کې د پولیو پر ضد مبارزه کوو

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې (یونیسف) په هرات ولایت کې د یوې میندې او لور (ګلثوم او مهسا) د کیسې په خپرولو سره، یو ځل بیا په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې پر جدي مبارزې ټینګار کړی دی. یونیسف وایي چې ګلثوم خپله لور مهسا په هرات کې یو کلینیک ته د واکسین د تطبیق لپاره بیولې ده. یاده اداره ټینګار کوي چې پولیو یوه د مخنیوي وړ ناروغي ده او یواځې د واکسین له لارې مهار کېدای شي. په راپور کې راغلي چې هره هغه مور چې د خپلو ماشومانو د واکسین لپاره کلینیکونو ته مراجعه کوي، موږ په افغانستان کې د دغې ناروغۍ بشپړ له منځه وړلو ته نږدې کوي. یونیسف د پولیو د محوه کولو په دې برخه کې د جاپان د حکومت، کاناډا او روټري بنسټ د مالي او تخنیکي ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د دغو شریکانو په مرسته په ټول افغانستان کې له کورنیو سره اړیکه نیسي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه وروستي دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو پېښې لیدل کېږي. یونیسف او نور نړیوال روغتیايي بنسټونه هڅه کوي چې د میندو د پوهاوي په زیاتولو سره دا ویروس په بشپړ ډول له ریښو وباسي.

    - Advertisment -spot_img