په داسې حال کې، چې افغانستان کې میلیونونه افغان وګړي د فقر، لوږې، بېکارۍ او سخت اقتصادي بحران له امله له جدي ستونزو سره مخ دي، په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د یوې شاهانه مېلې خپره شوې ویډیو د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني او یو شمېر نور لوړپوړي طالب مشران په یوه مجلله او عصري مېلمستیا کې ګډون لري؛ داسې مېلمستیا چې د خوراک، تنظیم او لګښت له پلوه د عادي افغانانو له ژوند سره بشپړ تضاد ښيي. د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو پر دې صحنو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې د هېواد ډېری وګړي د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دي، د واکمنو چارواکو دا ډول لوړې لګښتې مېلې د ولس له درد او واقعیتونو څخه د واټن څرګندونه کوي. منتقدین باور لري، چې دا ډول تجمعي محفلونه نه یوازې د ولسي احساساتو سپکاوی دی، بلکې د اقتصادي عدالت، اسلامي اصولو او د خلکو د خدمت له هغو شعارونو سره هم په ټکر کې دي چې طالبان یې تل یادونه کوي. د افغانستان اوسنی وضعیت، چې په کې میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، د بېکارۍ کچه اخري حد ته رسېدلې او د ژوند لومړني امکانات کم شوي، دا پوښتنې راولاړوي، چې ایا د چارواکو لپاره دا ډول لګښتونه توجیه کېدای شي؟ شنونکي وایي، که طالبان غواړي د ولس باور ترلاسه کړي، اړتیا ده، چې د عامو خلکو له ژوند، ستونزو او اقتصادي فشارونو سره ځان نږدې کړي، نه دا چې د لوکسو مېلو او اشرافي ژوند له لارې د ولس او حکومت ترمنځ واټن نور هم زیات کړي. د یادې ویډیو خپرېدو یو ځل بیا دا بحثونه را ژوندي کړي، چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران پر مهال د حکومتي چارواکو د ژوند طرز باید د ولس له شرایطو سره څومره همغږی وي؟



