د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له ترکمنستان سره ترسره کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، چې د هېواد د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو کې نن له ترکمنستان سره لوبه کوي. یاده سیالي د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲ بجې په تاجیکستان کې ترسره کېږي. د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د تاجیکستان په کوربهتوب ترسره کېږي، چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، ازبيکستان او قرغزستان لوبډلې په کې ګډون لري.



