سه شنبه, مې 12, 2026
سه شنبه, مې 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې پر نړیوالو معیارونو برابر د کرېکټ کمپلیکس جوړېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري کابل کې د ۴۵میلیون ډالرو په لګښت پر نړیوالو معیارونو برابر د کرېکټ نړیوال کمپلیکس چارې پیل شوې. د یاد کمپلیکس د بنسټ ډبره پرون د کرېکټ بورډ او اسلامي امارت چارواکو له لوري کېښودل شوه. دغه کمپلیکس په ۸۶جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې ټولیز لګښت یې ۴۵میلیونه ډالره اټکل شوی دی. یاده پروژه کې د ۴۰زره کسانو ځایولو په ظرفیت درلودلو سره یو اصلي لوبغالی، دوه فرعي لوبغالي، د کرېکټ اکاډمي، اداري ودانۍ او یو باب جومات شامل دي، چې د جوړېدو چارې به یې د ۶کلونو په موده کې بشپړې شي.



- Advertisment -spot_img