د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاو یونګ پرون دوشنبې ناوخته د ارومچي د خبرو اترو د دوام او سیمهییز امنیت په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چیني استازي له قوله ویلي، چې بیجینګ د ارومچي بهیر «د سیمهییز ثبات او همغږۍ لپاره مهم چوکاټ» بولي او غواړي، چې د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو راتلونکی پړاو له «روښانه تمرکز» او عملي پایلو سره مل وي. د یاد وزارت په وینا، چیني استازي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د «باور جوړونې، متقابل تفاهم او جدي تعامل» پر اهمیت هم ټینګار کړی دی. امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي، چې سیمهییز ثبات، اقتصادي همکاري او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د طالبانو د بهرني سیاست مهم محورونه دي. هغه زیاته کړې، چې د ارومچي د خبرو اترو بریا «عملي اقداماتو، د باور د فضا پیاوړتیا او د کړکېچونو کمېدو» ته اړتیا لري. د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې د روان کال د حمل له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې د چین په کوربهتوب په ارومچي ښار کې شوې وې، خو د دوحې، استانبول او ریاض د پخوانیو غونډو په څېر، دا بهیر هم له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته ورسېد. پاکستان یو وار بیا په بنو کې پر پولیسو برید له افغانستان سره تړلی، خو طالبانو د پاکستان دا ډول تورونه تل رد کړي او ویلي دي، چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او پاکستان هم باید خپلې کورنۍ ستونزې په خپله خاوره کې په خپله حل کړي.



