د ملګرو ملتونو سازمان تازه خبرداری ورکړی، چې دا مهال افغانستان کې څه باندې ۱۳.۸ میلیونه خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي. یاد سازمان د یوه راپور په خپرولو سره نن سهشنبه د ثور ۲۲ / مې ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان کې د لوږې کچه مخ په لوړېدو ښودلې، چې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. راپور کې ویل شوي، چې نږدې ۵ میلیون ماشومان او امېدواره یا شیدې ورکوونکې مېرمنې په خوارځواکۍ اخته دي. همدارنګه راپور کې راغلي، چې افغانستان د اقتصاد سقوط، د دندو له لاسه ورکولو او د اقلیم بدلونونو په ګډون له ګڼ شمېر بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی، چې له سیمهییزو شخړو زیاتوالي سره یوځای شوي او بیې او د خوړو ناامني زیاتوي. د ملګرو ملتونو د راپور په یوه برخه کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی، چې دې ګډو فشارونو د ځانګړو خوړو هغه زېرمې کمې کړي، چې له خوارځواکۍ څخه د ښځو او ماشومانو د خلاصون لپاره کارول کېږي. د خوړو نړیوال پروګرام WFP د افغانستان برخې مشر جان ایلیف ویلي: «د تغذیې مرستې په څېر پروګرامونه اړین دي، نهاختیاري.» همدارنګه د ملګرو ملتونو په دغه تازه راپور کې ویل شوي، چې منګولیا کې د بشري حقونو نقض او په هایټي کې جنسي تاوتریخوالي زیاتوالی موندلی دی.



