سه شنبه, مې 12, 2026
سه شنبه, مې 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو د بنو خونړي بريد په اړه د پاکستان ادعا بې بنسټه بللې

د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګواکې د خیبرپښتونخوا د بنو وروستی خونړی برید افغانستان کې پلان شوی و. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه ( د ثور۲۲مه) پر خپله ایکس پاڼه د پاکستان دغه ادعا بې بنسټه بللې. د بنو په موټربم او ډله‌ییز برید کې چې د تېرې شنبې په ماښام وشو، لږ تر لږه ۱۵ پولیس ووژل شول او مسئولیت یې د اتحاد المجاهدین په نوم وسله والې ډلې ومانه. پاکستان د دغه برید په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت چارسمبالی سفیر احضار او خپل اعتراض یې وروسپاره. د طالبانو د حکومت له بیاواکمنۍ راهیسې پاکستان تل تور پورې کوي، چې هلته ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې پلانېږي، خو طالب چارواکي دا تورونه په کلکه ردوي او د پاکستان ناامنۍ د هغه هېواد کورنۍ مسئله بولي.

    - Advertisment -spot_img