د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې پخوانی رئیس بسمالله تابان د جنیوا په غونډه کې د طالبانو په اړه د نړیوالې ټولنې له دوهګوني سیاست څخه نیوکه وکړه او ویې ویل چې، په داسې حال کې چې د طالبانو د حساب ورکولو موضوع مطرح کېږي، ځینې هېوادونه له دې ډلې سره تعامل هم کوي. ښاغلي تابان د «عدالت په لټه کې، د حقیقت موندنه او پخلاینه؛ په افغانستان کې د قانون د حاکمیت د بیا راژوندي کېدو بنسټونه» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې دا خبره وکړه. هغه ویلي، اساسي پوښتنه دا ده چې څنګه کېدای شي د طالبانو د حساب ورکولو لپاره پر نړیوالو هڅو باور وشي، په داسې حال کې چې ډېری هېوادونه د طالبانو د ناستو کوربهتوب کوي. د هغه په وینا، ځینې هېوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو له پامه غورځولو سره له طالبانو سره خپلې اړیکې او تعامل ته دوام ورکوي. په دې غونډه کې ګډونوالو په افغانستان کې د حساب ورکولو د یوه خپلواک مېکانېزم پر رامنځته کولو، انتقالي عدالت او همدارنګه د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو خبرې وکړې. د جنیوا غونډې یو ځل بیا د طالبانو په اړه د نړیوالې ټولنې د چلند په اړه اندېښنې را برسېره کړې؛ هغه موضوع چې لا هم د افغانستان د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو له نیوکو سره مخ ده.



