فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې اروپايي ټولنه غواړي په نږدې راتلونکي کې د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره طالب چارواکي بروکسل ته دعوت کړي. د موضوع اړوند سرچینو فرانسې خبري اژانس ته ویلي، ټاکل شوې، چې ډېر ژر به په کابل کې طالب چارواکو ته رسمي لیک واستول شي، څو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د یادې غونډې نېټه وټاکل شي. په راپور کې راغلي، چې دغه سفر به د سوېډن په همغږۍ ترسره شي او تر دې وړاندې به د همدې موضوع په تړاو د اروپايي چارواکو دوه سفرونه افغانستان ته شوي وي، خو د غونډې کره نېټه لا نه ده اعلان شوې. د اروپايي ټولنې ویاند ویلي، اروپايي ټولنه دا مهال په بروکسل کې له افغان فعلي چارواکو سره د یوې احتمالي تخنیکي غونډې پر جوړېدو کار کوي. راپور زیاتوي، چې شاوخوا شل اروپايي هېوادونه اوس د خپلو سختو کډوالۍ پالیسیو د یوې برخې په توګه افغانستان ته د هغو کډوالو د بېرته ستنولو پر لارو چارو غور کوي، چې په ځانګړي ډول جرمي محکومیتونه لري. د اروپايي ټولنې یو شمېر غړو هېوادونو د تېر اکتوبر میاشت کې غوښتنه کړې وه، چې د دې موضوع د پرمخ وړلو لپاره دې ډیپلوماتیکې او عملي لارې وموندل شي. د اروپايي کمېسیون ویاند ویلي، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې تخنیکي غونډه شوې وه او اوس اروپايي ټولنه له سوېډن سره په ګډه په بروکسل کې د دغو بحثونو د دوام لپاره کار کوي. دغه راز، د طالب چارواکو احتمالي سفر اروپا ته د بشري حقونو د فعالانو او د پناه غوښتونکو د حقونو د ملاتړو له پراخو نیوکو سره مخ شوی، ځکه اروپايي ټولنه لا هم طالبان په رسمیت نه پېژني. راپور کې ویل شوي، چې بلجیم ته د ننوتلو لپاره به د طالبانو چارواکي ځانګړو معافیتونو ته اړتیا ولري او داسې ښکاري، چې بلجیمي چارواکي په نظري توګه دې ته چمتو دي. اروپايي هېوادونه په داسې حال کې افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو هڅې زیاتوي، چې افغانستان لا هم له سخت بشري بحران سره مخ دی. دغه اقدام د بشري حقونو د فعالانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړو استازو له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.



