د «نړیوالې ښاري مجمع» دیارلسمه غونډه راتلونکې اوونۍ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د افغانستان پر وضعیت د ځانګړي تمرکز په موخه جوړېږي. د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام(UN-Habitat) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د مسکن (استوګنځي) ننګونې یوه «بېړنۍ» مسئله ده او د دغې غونډې یو له اصلي محورونو څخه به وي. د دغه سازمان پر وینا، په دې غونډه کې به د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران ګډون وکړي او د دې نړیوالې ستونزې د حل پر لارو چارو به بحث او خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په کور دننه د بېځایه شویو کسانو ترڅنګ، له ۲۰۲۳ م کال راهیسې لږ تر لږه ۵ میلیونه کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي، چې دې چارې په هېواد کې د استوګنې او کورونو ستونزه لا پسې زیاته کړې ده. د یادولو وړ ده، چې د نړیوالې ښاري مجمع دوولسمه غونډه د ۲۰۲۴ م کال په نومبر کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه شوې وه. په یاده غونډه کې د نړۍ له ۱۸۲ هېوادونو څخه تر ۳۷ زرو ډېرو کسانو، په شمول د دولتي چارواکو، ښاري پلان جوړونکو او کارپوهانو ګډون کړی و، چې تمرکز یې پر پایداره ښاري پراختیا و.



