یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ډیویډ پویانا: د افغانستان ثبات په ټولګډونه حکومت او نوي اساسي قانون پورې تړلی

د سولې او بشري حقونو نړیوال کارپوه ډیویډ فرناندیز پویانا په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره پر یوې هراړخیزې سیاسي پروسې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په دې بهیر کې باید د ښځو، ځوانانو او ټولو اقلیتونو غږ واورېدل شي. ښاغلي پویانا ویلي، سیاسي خبرې اترې باید له ټولو ښکېلو غاړو سره وشي. هغه د «تعامل» او «حکومتولۍ» ترمنځ پر توپیر ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له اوسنیو چارواکو سره تعامل یو تکتیک دی ترڅو د هغوی پر کړنو او اهدافو ښه پوه شو. نوموړي په خپلو خبرو کې د یو داسې نوي ټولنیز نظم غوښتنه وکړه چې بنسټ یې د قانون حاکمیت، عدالت او ځواب وینه وي. پویانا وویل: «یو نوی اساسي قانون چې د افغانستان ټول لوري پرې هوکړه ولري، کولی شي په هېواد او سیمه کې د ثبات او امنیت لاره هواره کړي.» ډیویډ پویانا په تېرو کلونو کې نړیوالو هوکړو ته په اشارې سره وویل، د شپږو کلونو له تېرېدو وروسته هم لا په افغانستان کې سوله نه ده راغلې. هغه زیاته کړه چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي او د افغانستان راتلونکی لا هم نامعلوم دی. هغه د خپلو څرګندونو په لړ کې يوشمېر حل‌لارې هم وړاندې کړې چې، په خبره يې ښوونه د سولې او ګډ ژوند لپاره تعلیم باید د نړۍ د امنیت په لومړیتوبونو کې وي. دغه راز نوموړي دا هم وويل چې، ژوند ته درناوی، انساني کرامت او بشري حقونه د نړیوال ګډ ژوند اساسي ارزښتونه دي او افغانستان داسې پیاوړو ادارو ته اړتیا لري چې له فساد او د مجازاتو له معافیت څخه پاکې وي. پویانا په پای کې وویل، سیاسي خبرې اترې، عدالت او ځواب وینه باید د بین‌الافغاني مذاکراتو نه بېلېدونکې برخې وي، ځکه چې ریښتینې پخلاینه یوازې د افغانانو ترمنځ د خبرو او همکارۍ له لارې ممکنه ده.

    - Advertisment -spot_img