چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګري ملتونه: ډېری شمېر افغانان لا هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام اعلان کړی، چې په افغانستان کې ډېر شمېر خلک لا هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. یاد سازمان نن دوشنبې، د مې ۱۱مه په یوه پیغام کې ټینګار وکړ، چې د غیر رسمي مېشت ځایونو اوسېدونکي د نورو په پرتله د پاکو اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي. د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي بحران په افغانستان کې یو له اصلي او حیاتي ننګونو څخه دی، چې په ټول هېواد کې په میلیونونو خلک اغېزمنوي. د ملګرو ملتونو راپورونه ښیي، چې د پاکو اوبو کمښت په ځانګړي ډول په غیر رسمي ښاري سیمو او لرې پرتو کلیو کې شدید دی. د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام د افغان اتباعو لپاره د خوندي او پاکو اوبو د چمتو کولو لپاره د هڅو د زیاتولو اړتیا باندې ټینګار کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم اعلان کړی، چې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې ۲۷۰۰۰ خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي. له دې سره، د پاکو اوبو نشتوالی د افغانستان په ډېری برخو کې یوه جدي ننګونه ده. یونېسف مخکې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې له هرو لسو تنو څخه اته یې ککړې اوبه کاروي.

    - Advertisment -spot_img