د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) په خپلو تازه ارقامو کې ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. دغه بنسټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې یادو سېلابونو د خلکو د اوسېدو کورونه، شتمنۍ او د عاید سرچینې له منځه وړې دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې، چې له ځپلو شویو کورنیو سره یې د مرستې په موخه لومړنۍ کڅوړې چمتو کړي او په سیمه کې د اړتیاوو د ارزونې او مرستو رسولو لړۍ دوام لري. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ننګرهار کې د اسماني برېښنا او سخت توپان له امله هم دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي وو. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د یکشنبې په ماښام د مومندرې ولسوالۍ په یوه کور د ټالندې (رعدوبرق) لوېدو له امله یو ماشوم مړ شوی او یوه مېرمن له دوو نورو ماشومانو سره ټپي شوې ده. د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د سېلابونو او د کورونو د چتونو د پریوتو په څېر طبیعي پېښو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او خلکو ته یې خورا ډېر مالي زیانونه رسولي دي.



