یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جرمني کې د طالبانو د نفوذ عادي کېدو سره مخالفتونه زیات شوي

په جرمني کې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو یو ائتلاف له دغه هېواده غوښتي، چې په اروپا کې د افغانستان په ډیپلوماټیکو استازولیو کې د طالبانو د نفوذ د «تدریجي عادي کېدو» مخه ونیسي. دغه ائتلاف چې د «افغان ښځینه فعالانو د همغږۍ بنسټ» په نوم فعالیت کوي، د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو ته په یو پرانیستي لیک کې ویلي، چې په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت او کونسلګریو په اړه وروستیو بدلونونو د افغان کډوالو اندېښنې زیاتې کړې دي. په دغه لیک کې، چې د «همغږۍ اروپایي سازمان» په همکارۍ خپور شوی، د جرمني رسنیو هغو راپورونو ته اشاره شوې، چې وایي له طالبانو سره تړلي کسان هڅه کوي د ډیپلوماټیکو دفترونو له لارې خپلې شبکې پراخې کړي. فعالانو ویلي، چې سفارتونه او کونسلګرۍ یوازې بې‌طرفه ځایونه نه دي، بلکې سیاسي شبکې او اوږدمهاله نفوذ رامنځته کوي. هغوی ټینګار کړی، چې په جرمني کې مېشت افغانان، خبریالان، قاضیان او مدني فعالان له هماغه ایډیالوژۍ تښتېدلي، چې اوس یې د ډیپلوماټیکو لارو د بیا را ژوندي کېدو وېره ده. همدارنګه، فعالانو د کونسلي خدماتو د مالي څارنې په اړه اندېښنه ښودلې او وایي، چې څرګنده نه ده د پاسپورټونو او نورو اسنادو له لارې ترلاسه کېدونکې پیسې په کوم میکانېزم طالبانو ته له لېږدولو ژغورل کېږي. هغوی طالبان یو «اقتدارګرا اسلام‌پالی رژیم» بللی، چې ښځې یې له ټولنیز ژونده حذف کړې دي. فعالانو له جرمني وغوښتل، چې په ډیپلوماټیکو مرکزونو کې د هر ډول نفوذ په اړه «بشپړه روڼتیا» رامنځته کړي او د کډوالو د زیانمنېدونکو طبقو ملاتړ وکړي.

- Advertisment -spot_img