نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا په فلوریډا ایالت کې د پراخې اورلګېدنې له امله تر دې دمه ۴۸۰۰ جریبه ځنګلي سیمه سوځېدلې ده. د راپورونو له مخې؛ دا اورلګېدنه د پراخېدو پر حال کې ده او تر اوسه د اوروژنې ټیمونه د اور په مهارېدو نه دي توانېدلي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دې اورلګېدنې له امله تر اوسه کوم کس نه دی وژل شوی، خو وایي پراخ مالي زیانونه یې اړولي او د سیمې خلک یې د لوګي له امله تنګ شوي دي. تر دې مخکې هم د امریکا په ځنګلي سیمو کې مرګونې اورلګېدنې رامنځته شوي، چې له امله یې زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د یادولو وړ ده، چې په نړۍ کې د ځنګلي اورلګېدنو ستر لاملونه له حده زیاته ګرمي او پرلهپسې بادونه بلل شوي دي.



