دوشنبه, مې 11, 2026
دوشنبه, مې 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍوالو سیالیو کې شپږ مډالونه ګټلي

د افغانستان د پاورلفټینګ ملي لوبغاړو د بلاروس نړۍوالو سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو او یو د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي. د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ورزشکارانو د «پاورلفټینګ ۲۰۲۶ نړۍوال جام سریز» سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه اخیستي دي. سرچینې لیکلي، په دغو سیالیو کې فواد شرين‌سخن، جابر شرين‌سخن، نوراحمد سخي‌زاده او میرویس رفيع‌زاده د سر زرو مډالونه؛ روح‌الله خيراندېش د سپینو زرو او حمیدالله حکیمي د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي. په یادو سیالیو کې له افغانستانه شپږو ورزشکارانو او یوه روزنکي ګډون کړی و. د یادونې وړ ده، یادې سیالۍ د لسو هېوادونو په ګډون د بلاروس په کوربه‌توب د روانې مې میاشتې په شپږمه پیل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې.

- Advertisment -spot_img