دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کرزی: پاکستان د امن هوکړو په نوم ډيورنډ ته رسمیت ورکوي

د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، پر افغانستان د وروستیو تېریو په لړ کې د پاکستان له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر مېشتو سیمو او اوسېدونکو یې پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شوي دي. ښاغلي کرزي ویلي، چې د دغه وضعیت په پایله کې د کرښې د دواړو غاړو د ځیني قومي مشرانو ترمنځ د ’’امن د هوکړې‘‘ په نوم اسناد لاسلیک شوي، چې، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له خوا د دغو هوکړو رسمي تائید او هر کلی هم شوی دی. نوموړي لیکلي، چې دا د پاکستان له خوا د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو یو ډول هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بلل کېږي. هغه پر مسئولو چارواکو غږ کړی، چې د دغه سند په اړه ولس ته وضاحت ورکړي.

    - Advertisment -spot_img