د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د «پکتیا جرګې» په نوم یوې نوې سیمه ییزې راډیو په رسمي ډول خپلې خپرونې پیل کړې. دغه راډیو چې د ۸۹.۱ اېف اېم (FM) پر څپه خپرونې کوي، د مسئولینو په وینا په پام کې لري چې هره ورځ ۱۸ ساعته بېلابېلې خبري، دیني او ټولنیزې خپرونې د خپلو اورېدونکو لپاره وړاندې کړي. د یادې راډیو مسئولین وایي چې د دې رسنۍ په پروګرامونو کې د طالبانو د لاسته راوړنو او فعالیتونو د انعکاس ترڅنګ سیاسي، فرهنګي، روغتیایي، ښوونیز او ټولنیز مسایل هم ځای پر ځای شوي دي. تر دې وړاندې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې یا «نی» د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې «د بیان د آزادۍ» په ګډون هېڅ ډول آزادي شتون نه لري او کورنۍ رسنۍ د «تروریزم او ډار اچونې» په لوډسپیکرو بدلې شوې دي. دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کورنیو رسنیو کارکوونکي او خبریالان په «نهایت مجبوریت» کې د طالبانو د ډار اچونې د فعالیتونو توجیه کونکي شوي، «جعلي خبرونه» د رسنیو د سرویسونو په لومړیتوب کې ځای لري او هغه څه چې د خلکو رښتیني دردونه او د وضعیت منعکس کونکي دي، په دغو رسنیو کې ځای نه لري. نی ادعا کوي، چې د طالبانو تر واک لاندې کورنۍ رسنۍ په ننګرهار، کنړ، پنجشېر، اندراب، بلخ او کاپیسا کې د خلکو د ځپلو خبرونه نه شي خپرولای خو برعکس، د طالبانو د غایب مشر او چارواکو لیدنې په خورا «آب او تاب» خپروي. په اعلامیه کې راغلي: «په افغانستان کې د یو شمېر رسنیو مسوولان په اجباري ډول د بېساري آزادۍ خبرې کوي، په داسې حال کې چې د طالبانو د مشر نوم له «امیرالمومنین» او «حفظه الله» پرته نه شي اخیستلی. اعلامیه زیاتوي، چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په سلګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي زنداني کړي او د سلګونو نورو په وړاندې یې له غیر انساني تاوتریخوالي کار اخیستی، چې هیڅ طالب یې په وړاندې ځواب ویلو ته نه دی حاضر شوی. د دې ترڅنګ، طالبانو د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره د بیان آزادي او بشري ارزښتونه سپک کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ څلور خبریالان (بشیر هاتف، شکیب نظري، حمید فرهادي او ابوذر صارم) لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي.



