هرات کې د طالبانو امنیتي مسئولینو ویلي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او لسګونه نور ژوبل دي. هرات د طالبانو د امنیه قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې پېښه کې د دوو تنو د مړینې ترڅنګ ۵۱ نور مسافر ټپیان شوي، چې د سیمې د خلکو او امنیتي ځواکونو په مرسته د درملنې په موخه نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. مسئولينو د دې خونړۍ پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي ګړندی سرعت او د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول یا بېاحتیاطي بللې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې ډېری وخت یې لامل د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو بېغوري ښودل کېږي.



