د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني د امریکا د متحده ایالتونو پلازمېنې واشنګټن ته د سفر پر مهال د همدې هېواد د ولسمشر له مرستیال جيډي ونس سره کتلي دي. آلثاني ویلي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو د پیاوړتیا او نږدې همکارۍ پر لارو چارو خبرې شوې دي. نوموړي تر دې سفر مخکې ویلي وو، چې د امریکا او ایران ترمنځ د یوې هوکړې د رامنځته کېدو «لوړ احتمال» شته. هغه له لیدنې وروسته ټینګار کړی، قطر د هغو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي چې د سیمې او نړۍ د امنیت، ثبات او دایمي سولې لامل ګرځي. بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې واشنګټن د ایران د نوي ځواب په تمه دی او هیله شته چې دا ځواب به د جدي مذاکراتو د پیل لاره هواره کړي. په همدې حال کې، ایراني چارواکو بیا ادعا کړې، چې امریکا د ډیپلوماسۍ پر ځای اکثره وخت له پوځي فشارونو کار اخلي.



