چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان کډوالو د اېستنې په اړه له امریکا څخه د قطر غوښتنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرو شویو ډیپلوماټیکو اسنادو له مخې، قطر له متحده ایالاتو غوښتي، چې په دوحه کې مېشت افغان کډوال د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۲۹مې پورې بل ځای ته انتقال کړي. دا غوښتنه د کوربه‌توب د هغې موقتي هوکړې په رڼا کې شوې، چې تازه موده یې غځول شوې ده. دغه اسناد ښيي، چې قطر او امریکا تر ۲۰۲۶ م کال پورې د دې پروسې پر دوام هوکړه کړې، خو قطر په ټینګار سره ویلي چې دا معامله یوازې «موقتي» ده. قطر له واشنګټن څخه غوښتنه کړې، چې په کمپ کې د ټولو مېشتو افغانانو برخلیک باید ژر تر ژره وټاکل شي. دا هوکړه پر هغو افغانانو تطبیق کېږي، چې په ۲۰۲۱ م کال کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته له هېواده اېستل شوي وو. دوی دا مهال دوحې ته نږدې په «اس سیلیه» کمپ کې ساتل کېږي او امریکا یا نورو هېوادونو ته د تګ په تمه دي. د اسنادو له مخې، اوسمهال په دغه مرکز کې له ۱۱۰۰ ډېر افغان کډوال مېشت دي. ډیپلوماټیک کاغذونه ښيي، چې قطر دا غوښتنه هم کړې، چې نور باید نوي افغان کډوال د دغه هېواد خاورې ته وانه‌ستول شي. د هوکړې له مخې، تر ټاکل شوې نېټې (سپټمبر ۲۰۲۶) وروسته د دغو کسانو د انتقال او برخلیک ټاکلو ټول مسئولیت د متحده ایالاتو پر غاړه دی. د «اس سیلیه» کمپ په ۲۰۲۱ م کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د یوې مهمې ترانزیټي اډې په توګه وکارول شو، چې په زرګونو افغانان ترې تېر شول. اصلي هوکړه په ۲۰۲۳ م کال کې لاسلیک شوې وه او دوه ځلې (۲۰۲۴ او اوس) تمدید شوې ده. خپاره شوي اسناد دا روښانه کوي، چې قطر غواړي دا پروسه په ټاکلي وخت کې پای ته ورسېږي او نه غواړي، چې دا موقتي هوکړه په دایمي بڼه بدله شي.

    - Advertisment -spot_img