چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په تازه درجه‌بندۍ کې د نړۍ ۲۱م مقام خپل کړی

د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) په تازه درجه‌بندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نړۍ ۲۱م او د اسیا پنځم مقام خپل کړی دی. د طالبانو تر ولکې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په نوې درجه‌بندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اوو پوړونو پرمختګ کړی او د نړۍ ۲۱م مقام یې ترلاسه کړی دی. هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا په کچه هم پنځم مقام خپل کړی دی. د وثیق د معلوماتو له مخې، د فوټسال ملي لوبډلې د ۱۱۹۴.۶۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ له ۲۸م مقام څخه ۲۱م مقام ته پرمختګ کړی دی.

    - Advertisment -spot_img