د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لندسي ویلي، چې د نجونو او ښځو د زدهکړو له حق څخه د افغان نارینهوو ننګه او ملاتړ، د داسې راتلونکي لپاره چې ټول افغانان په کې پرمختګ وکړي، «حیاتي» ارزښت لري. ښاغلي لندسي د زدهکړو د برخې فعال، مطیعالله ویسا ته د ۲۰۲۶ کال د «ازادۍ جایزې» د ګټلو له امله د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، د نوموړي دا بریا دا رایادوي، چې افغان نارینه د خپلو خویندو او لوڼو ترڅنګ ولاړ دي. د برېتانیا ځانګړي استازي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «مطیعالله ویسا ته د ۲۰۲۶ م کال د ازادۍ جایزې د ګټلو مبارکي وایم.» نوموړي زیاته کړې: « د هغه زړورتیا موږ ته رایادوي، چې د نجونو د تعلیم له حق څخه د افغان نارینهوو ملاتړ د داسې یوې راتلونکې لپاره خورا مهم دی، چې ټول افغانان په کې نېکمرغه شي.» مطیعالله ویسا چې په افغانستان کې د زدهکړو د حق، په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم یو له مخکښو مدافعانو شمېرل کېږي، د فرانسې د نورماندي سیمې له لوري د ۲۰۲۶ م کال د ازادۍ جایزې ګټونکی اعلان شو. د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو د رایې ورکولو په بهیر کې برخه اخیستې وه او ویسا یې د دغې جایزې د اتم پړاو د ګټونکي په توګه غوره کړی دی. ویسا د «قلم لار» ټولنې بنسټ اېښودونکی دی؛ دغه بنسټ له زرګونو رضاکارانو سره یوځای د افغانستان په محرومو او لیرې پرتو سیمو کې د پوهنې د عامولو لپاره کار کوي. نوموړي دا مبارزه په ۱۷ کلنۍ کې پیل کړې وه او په دې لار کې یې د زندان شپې او ورځې هم ګاللې دي.



