یکشنبه, مې 31, 2026
یکشنبه, مې 31, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ولسي تړونونو هرکلی وشو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د افغانستان او پاکستان د قومي مشرانو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو د هوارولو په موخه د شویو هوکړو هرکلی کړی او دا یې د ولسونو د ارادې تمثیل بللی دی. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، په خپله اونیزه خبري غونډه کې ویلي، چې اسلام‌ اباد د باجوړ او کونړ د قومي مشرانو ترمنځ د تازه اوربند او تر دې وړاندې د چترال او نورستان د مشرانو ترمنځ د لارو د پرانیستلو او اوربند د هوکړو ستاینه کوي. اندرابي په خپلو خبرو کې ویلي: «دا پرمختګونه د هرکلي وړ دي. دا ښيي چې د کرښې دواړو خواوو ته مېشت ولسونه سوله غواړي او دا تړونونه د هغو خلکو د احساساتو څرګندونه کوي چې له جګړو ستړي دي.» دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې وې، خو د قومي مشرانو دا ډول “جرګې” او ولسي هڅې د کړکېچ په کمولو کې خورا ګټورې ثابتې شوې دي.

- Advertisment -spot_img