د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ د فرانسې ملي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې دې د «جنسیتي اپارټایډ» د په رسمیت پېژندلو لپاره هڅې دوام ومومي. نوموړي ټینګار کړی، چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو اوسنی وضعیت، په ځانګړې توګه پر ښځو لګول شوي سخت محدودیتونه، د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري. ښاغلي بېنټ ویلي، له واقعبینۍ سره سره باید په افغانستان کې د ننه د خلکو د هیلو ژوندي ساتلو او پیاوړتیا ته پام وشي. د هغه پر وینا، د هېواد دننه وګړي هیلې ته اړتیا لري او له هېواده بهر افغانان (ډیاسپورا) کولی شي د دغې هیلې په پیاوړتیا او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول ولوبوي. ریچارډ بېنټ فرانسې ته د خپل سفر موخه د افغان کډوالو د لیدلورو او غوښتنو اورېدل وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د فرانسې او نړیوالې ټولنې د سیاستونو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړي. دا څرګندونې په پاریس کې د فرانسې په پارلمان کې د «افغانستان ۲۰۲۶: بېړنی بشري وضعیت او سیاسي حللاره» تر عنوان لاندې په دوه ورځنۍ غونډه کې وشوې. په دغه غونډه کې د فرانسوي چارواکو ترڅنګ، د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر پخوانیو افغان څېرو هم ګډون کړی و. په غونډه کې همدا راز د افغانستان په اړه د یوې پارلماني کاري ډلې پر جوړېدو او مدني فعالانو او خبریالانو ته د بشري ویزو پر دوام هم وړاندیزونه وشول.



