چهارشنبه, مې 20, 2026
چهارشنبه, مې 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: د ایران د اټومي وسلو مخنیوی د امریکا له مهمو اهدافو څخه دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، د ایران د اټومي وسلو مخنیوی د امریکا د حکومت له مهمو هدفونو څخه دی. او د هوکړې د ناکامېدو په صورت کې به پراخ بمبار پيل شي. ټرمپ نن پنجشنبې، د مې په ۷مه له پي‌بي‌اېس شبکې سره خبرو کې ویلي، که تهران د واشنګټن وړاندیز ونه ‌مني، امریکا به له پخوا ډېر سخت بریدونه پیل کړي. په داسې حال کې، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او احتمالي هوکړې لپاره هڅې روانې دي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، دوی به د ایران غني شوي یورانیم ترلاسه کړي. ټرمپ زیاته کړې ، چې امریکا ته د ایران د غني شویو یورانیمو انتقال د دواړو هېوادونو د نوي وړاندیز شوي تړون یوه اساسي برخه ده. ټرمپ سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: “موږ به دغه یورانیم ترلاسه کړو. ” هغه همدا راز ويلي، چې د ایران د اټومي وسلو مخنیوی د امریکا د حکومت له مهمو هدفونو څخه دی.

- Advertisment -spot_img