د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام وایي چې یو شمېر ډیپلوماټان، د ملګرو ملتونو استازي او نړیوال بنسټونه په کابل کې سره راټول شوي او پر ښارونو د پانګونې په اړه یې خبرې کړې دي. دغه پروګرام چهارشنبه د غویي پر ۱۶مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې پرون په کابل کې ډیپلوماټانو، د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو د هغو بحثونو هرکلی وکړ چې ښيي څنګه پر ښارونو او ټولنو پانګونه کولای شي د خلکو ژوند وژغوري، د ټولنو انعطاف او پایښت پیاوړې کړي او نوي فرصتونه رامنځته کړي. دغه پروګرام د ایټالیا سفارت په همکارۍ د افغانستان د ښارونو په تړاو د عکسونو یو نندارتون هم جوړ کړی دی. دا نندارتون د ښارونو د دیارلسم نړیوال فورم له جوړېدو مخکې جوړ شوی، چې ټاکل شوې په آذربایجان کې ترسره شي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاتوي چې دا نندارتون په ټول افغانستان کې د پیاوړو او مقاومو ښارونو او ټولنو پر ودې تمرکز لري. په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت هم د دغه نندارتون عکسونه شریک کړي او ویلي یې دي چې دا په کابل کې د یوې نوښتګرې هڅې برخه ده. د ایټالیا د سفارت په وینا، د داسې نندارتونونو جوړول د ښارونو د ودې او انعطاف د محرک په توګه د تمرکز لپاره ارزښتناک دي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام تر دې وړاندې ویلي وو چې تر ۲۰۶۰ میلادي کال پورې به په افغانستان کې له هر دوو کسانو یو کس په ښارونو کې ژوند کوي.



