د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د هرات ولایت د تورغونډۍ په روغتیايي مرکز کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې د ځانګړې څانګې د پرانېستلو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان چهارشنبه د غويي پر ۱۶مه پر اېکس پاڼه لیکلي چې د دې څانګې پرانیستل د ماشومانو د مړینې د کچې د راکمولو او د تغذیې د وضعیت د ښهوالي لپاره یو مهم ګام دی. هغه زیاته کړې: «دا څانګه د بسترونو په لرلو سره کولای شي په سیمه کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې اغېزناک رول ولوبوي.» د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په ۲۰۲۶ کال کې هوډ لري چې په افغانستان کې د ۱.۳ میلیونه هغو ماشومانو درملنه وکړي چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر د تېر کال پرتله زیات شوی دی. یونیسف تر دې وړاندې ویلي وو چې تېر کال پر سختې خوارځواکۍ د اخته ۶۱۰ زره ماشومانو درملنه شوې ده.



