د روسیې او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټلیفوني اړیکه کې د هرمز تنګي د روان وضعیت او شاوخوا کړکېچونو په اړه خبرې او د نظر تبادله کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په دې اړیکه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د قطر لومړي او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د هرمز تنګي او شاوخوا سیمو د وضعیت په اړه خپل لیدلوري شریک کړل. د اعلامیې له مخې، دواړو لورو ټینګار کړی، چې د هرمز تنګي د کړکېچ د حل لپاره باید له زور کارولو ډډه وشي او ټول ښکېل اړخونه باید د یوه دوامداره او اوږدمهاله حل لپاره ګډې او پرله پسې هڅې وکړي. همداراز دواړو خواوو ټینګار کړی، چې د دې مسئلې په حل کې باید د سیمې د ټولو هېوادونو مشروع ګټې خوندي شي او د کښتۍ چلونې د آزادۍ اصل ته درناوی وشي. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا پر ایران د اټومي تړون پر بیا ټینګښت ټینګار کوي او خبرداری ورکوي، چې که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، ښایي له هرمز تنګي د نړیوال فشار د وسیلې په توګه کار واخلي.



