چهارشنبه, مې 6, 2026
چهارشنبه, مې 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د زده‌کړو د ترویج فعال مطیع‌الله ویسا د ازادۍ نړیواله جایزه وګټله

د قلم لار بنسټ‌ايښودونکي مطیع‌الله ویسا د فرانسې د نورماندي سیمې څخه د “ازادۍ ۲۰۲۶” جایزه وګټله. د نورماندي په خپور شوي پیغام کې راغلي: «مطیع‌الله ویسا د ۲۰۲۶ د ازادۍ جایزه وګټله. ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو له ۷۵ هېوادونو څخه د هغه د بري لپاره رأیه ورکړه.» دا جایزه د نورماندي له خوا د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د زرګونو کسانو د رأیو پر بنسټ ورکړل شوې ده. د اعلان له مخې، له ۷۵ هېوادونو څخه ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو په رأیه ورکولو کې برخه اخیستې او ویسا یې د دې جایزې د اتم پړاو ګټونکی ټاکلی دی. ویسا د قلم لار بنسټ په ۱۷ کلنۍ کې پیل کړی و او وروسته یې په لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو د جوړولو هڅې هم کړې دي. دا جایزه په داسې وخت کې ویزې ته ورکړل شوه چې هغه په وروستیو کلونو کې د نړیوالو ادارو لخوا د زده‌کړې د پراختیا لپاره د خپلو روانو هڅو له امله، په ځانګړې توګه د افغانستان په محرومو سیمو کې، پاملرنه ترلاسه کړې ده. ټاکل شوې، چې د دې جایزې د ورکولو مراسم د جون په مه د فرانسې په کن ښار کې ترسره شي، چې پکې به له څلور زرو څخه ډېر ځوانان او د دوهمې نړیوالې جګړې یو شمېر پخواني سرتېري ګډون وکړي. د یادولو وړ ده، چې په ۲۰۲۵ کال کې دا جایزه په فرانسه کې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې له امله ژیزل پلیکوت ته ورکړل شوې وه.

- Advertisment -spot_img