د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې وینسا مټر بولي ویلي، د بودجې له زیاتوالي سره به راتلونکی کال افغان کډوالو او راستنېدونکو ته مرستې پراخې شي. نوموړې دا څرګندونې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر له رییس سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې کړې دي. د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغان کډوالو پر وضعیت، شته ستونزو او راستنېدونکو ته د خدمتونو د ښهوالي پر لارو چارو خبرې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي، بنوري د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ وغوښتل، چې په سرحدي سیمو کې راستنېدونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او ټینګار یې وکړ چې حکومتي چارواکي د کډوالو ملاتړ ته ژمن دی.



