د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، هغه بېړۍ چې په هرمز تنګي کې ايسارې پاتې دي، د خوندي وتلو لارښوونه به ورته شي او له دغه تنګي به تېرې شي. هغه پر ټولنيزو رسنيو کې په يوه پوسټ کې ويلي، پهدې برخه کې که هر ډول مداخله وشي، نو له کلک چلند سره به مخامخ شي. دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا او ايران ترمنځ له جګړې وروسته چې تر دوه مياشتو ډېره موده کېږي، هرمز تنګي کې د کښتيو تګ راتګ محدود شوی دی. د سوداګريزو کښتيو تګ راتګ محدودېدو سره په ټوله نړۍ کې اقتصادي ستونزې رامنځته شوي. که څه هم امريکا څو ځله هڅه وکړه چې پر ايران فشار راوړي، څو په هرمز تنګي کې محدوديتونه پای ته ورسوي، خو ايران لا هم پر خپل دريځ ټينګ ولاړ دی او ياد تنګی د يو فشار په توګه کاروي.



