د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف هېواد په څلور اړخیزو سیالیو کې ګډون کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن ویلي، په یادو څلور اړخیزو سیالیو کې چې په مالدیف کې ترسره کېږي، د افغانستان، مالدیف او پاکستان ملي لوبډلې او د بنګلهدېش د ۲۳ کلنو لوبډله برخه لري. د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د راتلونکې جون میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر لسمې دوام کوي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)