دوشنبه, مې 4, 2026
دوشنبه, مې 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان ته د قزاقستان د غلو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

له قزاقستان څخه نوي احصایې ښیي، چې د روان کال په پیل کې افغانستان ته د دغه هېواد د غلو صادرات د پام وړ زیات شوي دي. د قزاقستان چارواکو په وینا، افغانستان ته د لېږدول شوي غلو اندازه له ۳۰۰ زره ټنو څخه زیاته شوې ده. د قزاقستان چارواکو نن دوشنبې، د غویي په ۱۴مه راپور ورکړی، چې د کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، افغانستان ته د لېږدول شوي غلو اندازه له ۳۰۰ زره ټنو څخه زیاته شوې ده؛ دا شمېره د تېر کال د ورته مودې په پرتله څو چنده زیاتوالی ښیي. د افغانستان سربېره، د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته د قزاقستان د غلو صادرات هم زیات شوي، خو د دې هېوادونو ترمنځ ترټولو ګړندۍ وده د افغانستان بازار ته منسوبه شوې ده. کارپوهان وايي، چې د غنمو او اوړو په ګډون د اساسي خوراکي توکو لپاره د افغانستان مخ په زیاتېدونکي اړتیا، هېواد د قزاقستان د کرنیزو محصولاتو یو له مهمو پیرودونکو څخه ګرځولی دی. په وروستیو کلونو کې، قزاقستان هڅه کړې، چې جنوب ته خپلې سوداګریزې لارې او نوي بازارونه پراخ کړي. په ورته وخت کې، افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ته هم مخه کړې، ترڅو کورنۍ اړتیاوې پوره کړي او په ځینو دودیزو لارو تکیه کمه کړي.

    - Advertisment -spot_img