د امريکا د متحده ايالتونو منلې، چې په محدود شمېر پاسپورټونو به د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور چاپ شي. د راپورونو له مخې، دا ځانګړي پاسپورټونه به د امریکا د خپلواکۍ د اعلان د ۲۵۰مې کلیزې د نمانځنې په مناسبت د جولای په میاشت کې خپاره شي. یوه حکومتي چارواکي هم تایید کړې، چې هر امریکایي وګړی کولای شي دا نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي، خو دا لړۍ به تر هغې دوام وکړي چې چاپ شوي پاسپورټونه موجود وي. په خپاره شوي ډیزاین کې د ټرمپ انځور، د خپلواکۍ د اعلان متن، د امریکا بیرغ او د هغه لاسلیک ښکاري.



