د طالبانو مشر ملا هبةالله تازه د دوی د مالیې وزارت د مسئولینو لپاره په یو دوه ورځني سیمینار کې ګډون او وینا وکړه. سره له دې، چې د افغانستان خلک د کونړ پر پوهنتون او نورو سیمو د پاکستان وروستي برید او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله په غوسه دي، خو د طالبانو مشر په خپله ټوله وینا کې ان یو ځل هم د دغه برید یادونه ونه کړه. په داسې حال کې، چې تمه کېده هبةالله به د کونړ د وروستۍ پېښې په اړه توند غبرګون وښیي، خو نوموړي خپله وینا یواځې پر لمانځه، زکات، بیت المال او د ګمرکي محصولاتو پر راټولولو متمرکزه وه. د چارو شنونکي وایي، چې د طالبانو د مشر له لوري د هېواد د حریم پر نقض چوپتیا ښیي، چې یا خو دوی د کونړ پېښې ته “اهمیت” نه ورکوي او یا هم د پاکستان په وړاندې د درېدو او د هغوی د نوم اخیستلو جرئت نه لري. هبةالله په داسې حال کې د ګمرکونو پیسې د “یتیم مال” بولي او پر احتیاط پکې ټینګار کوي، چې د هېواد د پولو په ساتنه او د یتیمانو (شهیدانو) د غچ اخیستو په اړه یې هیڅ ونه ویل. په ټولنیزو رسنیو کې عامو خلکو نیوکه کړې، چې کله د افغانانو د وینې تویېدو او د حریم د ساتنې خبره راځي، نو د واکمنو مذهبي شعارونه او احساساتي ویناوې په چوپتیا بدلېږي. دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو را هيسې په مسلسل ډول د پاکستان له لوري د کونړ پوهنتون سربېره ددې ولایت په نورو سیمو هم بریدونه شوي، چې ګڼ شمېر افغانان په کې ټپيان او وژل شوي دي.



