روسته له هغه چې د برېتانيا پاچا چارلز درېيم امريکا ته سفر وکړ، ډونالډ ټرمپ ويلي، د چالز هم ورسره همغږی دی، چې ايران بايد اټومي وسلې ترلاسه نهکړي. نوموړي دا څرګندونې په هغه غونډه کې کړي، چې د برېتانيا پاچا او د هغې ملکې په سپينهماڼۍ کې نيول شوې وه. دا پهداسې حال کې ده، چې د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو دويم پړاو لهدې امله ځنډېدلی، چې ايران ويلي اټومي مسايل به بل پړاو خبرو په اجنډا کې ځای کړي. منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي د دوام سره د تېلو بيې هم لوړې شوي او نن چهارشنبه د يو بېلر خامو تېلو بيه ۱۱۱ ډالره وه. اندېښنې شته که د ايران او امريکا ترمنځ د روغې جوړې خبرې ونهشي نو د سيمې ترڅنګ به نړۍ کې اقتصادي وضعيت لا بدتر شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)