نړیوالو رسنیو راپور ورکړ چې د اندونیزیا پلازمینې جاکارتا ته نږدې د دوو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او ۷۹ نور ټپیان دي. نړیوالو رسنیو نن سهشنبې، د اپرېل ۲۸مه راپور ورکړی چې دا پېښه د دوشنبې په ماښام رامنځته شوه او د ژغورنې عملیات تر نن سهار پورې روان وو. ویل کېږي چې یو شمېر مسافر لاهم په ویجاړو شویو ډبو کې بند پاتې دي. له دې سره د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې مشر محمد شفیع اعلان وکړ چې د ژغورنې پروسه د محدود ځای او د ډبو ته د سخت زیان له امله په ستونزو سره مخ ده. دا پېښه د جاکارتا-سیکارانګ په لاره کې د یو ښاري اورګاډي او د “ارګو برومو انګریک” په نوم د اوږد واټن اورګاډي ترمنځ رامنځته شوه، چې د جاکارتا او سورابایا ښار ترمنځ یو له مهمو او نسبتا ګړندیو خدماتو څخه دی. باید وویل شي چې په اندونیزیا کې د اورګاډي پېښې تر دې وړاندې هم په وار وار رامنځته شوې دي. په ۲۰۱۰ کې، په مرکزي جاوا ولایت کې د دوو اورګاډو ترمنځ ټکر ۳۶ کسان مړه کړل. همدارنګه په ۲۰۱۵ کې، په لوېدیځ جاوا کې په یوه کراسنګ کې د مسافر وړونکي اورګاډي او مسافر وړونکي بس ترمنځ ټکر ۱۸ کسان مړه.



