د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د ۲۰۲۸ کال د لاس انجلس المپیکي سیالیو کې د کرېکټ لوبو لپاره یو نوی نړیوال معیاري لوبغالی جوړېږي. د دغه لوبغالي د جوړېدو چارې د پومونا ښار په Fairplex سیمه کې پیل شوي دي. د کرېکټ دا لوبغالی به د آی پي اېل کولکتې نایټ رایډرز اړوند یعنې په امریکایي فرنچایز میجر لیګ کې د لاس انجلس نایټ رایډرز کورنیمیدان وي او ټاکل شوې ده د میجر لیګ کرکټ (MLC) د ۲۰۲۶ کال فصل څو سیالۍ هم په کې ترسره شي. ټاکل شوې، چې د جولای له لومړۍ تر پنځمې پورې به په دې میدان کې د MLC اووه سیالۍ ترسره شي او تنظیموونکي باور لري چې لوبغالی به تر هغه وخته بشپړ چمتو او د نړیوال معیار سره برابر وي. په ورته مهال ویل کېږي چې په دغه لوبغالي کې به په راتلونکي کې د هند غوره لیګ (IPL) لوبډلې هم ننداریزې لوبې ترسره کړي. همدارنګه راپورونه ښیي، چې شونې ده دا لوبغالی د ۲۰۲۸ المپیکي سیالیو لپاره د وروستیو لوبډلو د ټاکلو کوالیفایر سیالیو کوربه هم شي، خو د کرېکټ نړیوالې شورا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په همدې حال کې د راپورونو له مخې دا لوبغالی په درې پړاوونو کې جوړېږي. سږ کال به د ۵ زره کسانو ظرفیت ولري، په ۲۰۲۷ کال کې د ۸۵۰۰ او د ۲۰۲۸ المپیک لپاره به تر ۱۵ زره نندارچیانو پورې ظرفیت ولري. د کرېکټ تر څنګ، دا ځای به په راتلونکې کې د سپورتي او تفریحي فعالیتونو لپاره هم وکارول شي، لکه کنسرتونه او نورې لوبې. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په کوربتوب د ۲۰۲۴ کال شل اووریز نړیوال جام پر مهال د موقتي لوبغالو پر کیفیت سختې نیوکې شوې وې، خو دا ځل ثابت او معیاري میدان جوړېږي، چې په کې به ۲۸ ځایونه او جلا تمریناتي اسانتیاوې هم وي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۸ کال المپیک د کرېکټ سیالۍ به د ښځو او نارینه وو دواړو لپاره ترسره کیږي. په پای کې په کلیفورنیا کې جوړېدونکی د کرېکټ دا لوبغالی نه یوازې د المپیکي سیالیو لپاره مهم بلل کېږي، بلکې دا به په امریکا کې د کرېکټ د ودې او د IPL د نړیوال حضور د پراختیا لپاره هم کلیدي رول ولري.



