یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق خبرداری ورکړی، چې پر نجونو د زدهکړو او د ښځو پر کار محدودیتونه ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان کې د څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شي. یونیسف ویلي چې، روان وضعیت لا هم ماشومان له زدهکړو او روغتیايي خدمتونو بېبرخې کوي. یاده اداره زیاتوي، چې دا حالت د هېواد اقتصاد او بنسټیز خدمتونه ورځ تر بلې کمزوري کوي. یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه نوې ارزونه کې ویلي، چې دولتي ادارو کې د ښځو ونډه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ له ۲۱ سلنې ۱۷.۷ سلنې ته راکمه شوې ده. یونېسف داسې مهال دا اندېښنه ښيي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې دغې ډلې پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار دروازې تړلې دي. کابو پنځه کاله کېږي، چې له دوی د دې غوښتنه کېږي، چې د نجونو پر وړاندې خنډونه لرې کړي، خو دوی ورځ نه بلې ته سختېږي او د دوی په دریځ کې د ښځو پر وړاندې نرمي نه ښکاري، چې دا چاره د بشر حقونو د فعالانو او عامو افغانانو له سختو نیوکو سره مله ده.



