د سوېلي سوډان د هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، يوه مسافروړونکې الوتکه د دغه هېواد پلازمېنې جوبا ته نږدې لوېدلې چې له امله يې ټول ۱۴ سپرلي مړه شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه الوتکه د «سسنا ۲۰۸ کاروان» ډوله وه او د «سیټیلېنک اوییشن» شرکت اړوند وه چې له «یِي» ښار څخه د جوبا نړۍوال هوايي ډګر ته پر لاره وه. د راپور پر بنسټ، الوتکه د ځايي وخت له مخې د سهار په نهه بجو او ۱۵ دقیقو الوتنه کړې وه او شاوخوا ۲۸ دقیقې وروسته، یعنې په نهو بجو او ۴۳ دقیقو یې د کنټرول له برج سره اړیکه پرې شوې ده. د هوايي چلند د چارواکو په خبره، په دې الوتنه کې ۱۳ مسافر او یو پیلوټ سپاره وو چې پکې دوه د کینیا اتباع او ۱۲ د جنوبي سوډان وګړي شامل وو او ټول مړه شوي دي. لومړني راپورونه ښيي چې ښايي د هوا خراب وضعیت، په ځانګړي ډول د لید کموالی، د دې پېښې له لاملونو څخه وي. چارواکي زیاتوي چې د پېښې د کره لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.



