ځايي راپورونو خبر ورکړی چې پاکستان نن د کونړ ولایت د مرکز په شمول پر بېلابېلو برخو د توغندو او هاوانونو بریدونه کړي دي. راپورونه وايي، چې د پاکستان په بریدونو کې په اسعداباد کې لږترلږه ۳ تنه شهیدان شوي او ۴۵ نور ژوبل شوي، چې ډېری مرګ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده. دغه راز څو کورونه او د تېلو یو ټانک هم ویشتل شوي دي. د کونړ محصلانو په خواله رسنیو کې د کونړ پر سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د پاکستاني راکټونو د لګېدو عکسونه هم شریک کړي دي. تراوسه پورې د پاکستان د بریدونو په پایله کې په سیدجمال الدین افغان پوهنتون کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي خو ځايي خلک وايي چې پاکستان د افغانستان لور بې هدفه توغندي ویشتي دي.



