دوشنبه, اپریل 27, 2026
دوشنبه, اپریل 27, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لوګر کې د یوې کورنۍ ۴ غړي په مرموز ډول وژل شوي

سیمه‌ییزې سرچینې خبر ورکړی، چې د لوګر ولایت د مرکز اړوند حصارک کلي په “فیضي کلا” سیمه کې ناپېژاندو وسله‌ والو د یوې کورنۍ څلور غړي په ډېر ظلم سره وژلي دي. سرچینې ویلي چې تېره شپه مخ‌ پټي وسله‌وال د “موسا” په نوم د یو تن کور ته ور اوښتی او د هغه په ګډون یې د نوموړي مېرمن او دوه ځوان زامن په ډزو وژلي دي. د سرچینې په خبره، بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شوی، سهار ناوخته سیمې ته د طالبانو امنیتي کسان د څېړنې لپاره ورغلي، خو د وژونکو هیڅ درک یې نه دی لګولی او یواځې يې یو څادر په کور کې موندلی دی. د دوی په وینا، طالبانو د پېښې له ځای څخه د وژل شویو کسانو جسدونه د څېړنو لپاره له ځان سره وړي دي. تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده مالومه او نه هم کومې ډلې د دې وژنې مسئولیت منلی دی. د طالبانو په واکمنۍ کې په لوګر کې دا ډول بوږنونکې پېښې په داسې حال کې تکرارېږي، چې څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې ورته مرموزه پېښه رامنځته شوې وه. د طالبانو تر واک لاندې په ټول افغانستان کې د مرموزو وژنو زیاتېدل د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنې پیدا کړې او ولس له دوی غوښتنه کوي، چې د داسې پېښو مخه ونیسي او عاملین یې وپېژني.

- Advertisment -spot_img