د امریکا د اورېګون ایالت سناتور جف مرکلي، له قطر څخه دیموکراتیک کانګو ته د هغو افغان پناه غوښتونکو د لېږدولو په اړه د ټرمپ د ادارې هڅې په کلکه وغندلې چې پخوا یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی. هغه دغه اقدام «شر» او «اشتباه» بللی دی. نوموړي په خپله رسمي ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي: «کانګو یو په جګړه کې ښکېل هېواد دی. په دغو پناه غوښتونکو کې د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړي او په سلګونو ماشومان شامل دي چې کانګو ته لېږدول کېږي.» مرکلي زیاته کړه: «افغانانو د امریکا د ملاتړ لپاره د مشاورینو، ژباړونکو او د ځانګړو ځواکونو د غړو په توګه خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی و. اوس زموږ له متحدینو – په تېره بیا د ماشومانو او د امریکايي پوځیانو د کورنیو له غړو سره دا ډول جفا کول او هغوی د جګړې ډګر (کانګو) ته لېږل، یو ظالمانه او ناسم عمل دی.» تر دې وړاندې نیویارک ټایمز د سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د ټرمپ اداره د کانګو چارواکو سره په خبرو بوخته ده، څو په قطر کې مېشت د امریکا پخواني افغان متحدین هلته ولېږدوي. په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ «افغان ایوک» وايي، په قطر کې د امریکا په دې کمپ کې ۱۱۰۰ تنه افغان متحدین مېشت دي، چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال قطر ته انتقال شوي وو. دا پرېکړه د امریکايي سناتورانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. تر جف مرکلي وړاندې؛ تامي ډاکورث، ټیم کین، اډ مارکي او یو شمېر نورو امریکايي سناتورانو هم په خپلو توندو غبرګونونو کې د دې لړۍ د سمدستي درېدو غوښتنه کړې ده.



