پنجشنبه, اپریل 23, 2026
پنجشنبه, اپریل 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پزشکیان: بې‌باوري او ګواښونه د رښتینو خبرو اترو مخه نیسي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان کړی، چې هېواد یې تل له خبرو اترو او هوکړې هرکلی کړی، خو د مذاکراتو په لاره کې جدي خنډونه شته. ښاغلي پزشکیان ټینګار کړی چې «بې‌باوري، کلابندي او ګواښونه» له هغو مهمو عواملو څخه دي چې د رښتینو خبرو اترو مخه نیسي. د ایران ولسمشر د مقابل لوري دریځونو ته په اشارې سره ویلي، چې نړۍ د فریبکارو خبرو او د ادعا او عمل تر منځ د تناقض شاهده ده. همدا راز، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف وايي، چې اوربند هغه وخت معنا پیدا کوي، چې په سمندري کلابندۍ او اقتصادي اقداماتو سره نقض نه شي او جګړې په ټولو جبهاتو کې ودرېږي. هغه په اېکس کې لیکلي، په داسې حالاتو کې چې اوربند په ښکاره ډول نقض کېږي، د هرمز تنګي بیا پرانیستل ممکن نه دي. ښاغلي قالیباف زیاته کړې، چې امریکا او اسراییل نه د جګړې له لارې او نه هم د فشار او زورواکۍ په وسیله خپلو موخو ته رسېدای شي او یوازینۍ حل لاره د ایران د خلکو حقونو منل دي.

- Advertisment -spot_img