د خوست ولایت مرکز اړوند د ۱۲ سوه فامیلیو سیمه کې د یو ډمټرک موټر لهخوا د يو وېډز، درېیو موټر سایکلونو او یوې ریکشې سره د ټکر په پایله کې یو موټرسایکل چلوونکی ځای پر ځای کې وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. ټپیان او د وژل شوي کس جسد د امنیتي ځواکونو له خوا د خوست ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د یادې پېښې په تړاو د ترافیکو مدیریت له لوري پلټنې روانې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)